World News

د ايران د بشري حقونو فعال حسين رونقي د څو ساعتونو لپاره توقيف شو

د ایران د بشري حقونو فعال حسین رونقي د تهران په مرکز کې تر یوې احتجاجي غونډې وروسته د څو ساعتونو لپاره توقیف شو.


د دې قضیې په اړه د هغه د کورنۍ غړو پرون، دوشنبه خبر ورکړ.


د رونقي ورور حسن په ټلېګرام کې لیکلي چې حسین رونقي د مازدیګر په ۵ بجو د ولي عصر په څلورلارې کې د یوشمېر وسله‌‌‌والو افسرانو له‌‌‌‌خوا په زوره نیول شوی او د شپې په ۹ بجو د خپل کور مخې ته خوشې شوی.


رونقي په ټلېګرام کې د خپلې احتجاجي ناستې خبر خپور کړی وو او ویلي یې وو چې دا کار د خبریال او فعال کیانوش سنجري د درنښت لپاره کوي.


کیانوش سنجري د نومبر په دیارلسمه په تهران کې له یوې ودانۍ څخه ځان لاندې واچاوه او ساه یې ورکړه.


سنجري تر دې پېښې مخکې نیول شوی او ترې پوښتنې ګروېږنې شوې وې.

Читайте на сайте