آیسيبيایل: په تېر یوه کال کې ماینچاودنو له ۶۵۰ ډېر افغانان مړه او ټپیان کړي
د ځمکنیو ماینونو د بندیز نړیوال کمپاین یا (آیسيبيایل) افغانستان له میانمار او سوریې وروسته درېیم هېواد یاد کړی چې، تېر ۲۰۲۳ کال کې د ماینونو له امله یې خلکو ته ډېره مرګژوبله اوښتې ده.
دغې نړیوالې ادارې په یو تازه راپور کې چې نن چهارشنبه (د نومبر په ۲۰مه) یې په خپله وېبپاڼه کې خپور کړی ویلي، تېر کال ځمکنیو ماینونو په افغانستان کې ۶۵۰ کسان وژلي او ټپیان کړي دي.
دغه اداره وایي، میانمار کې بیا تېر کال د ځمکنیو ماینونو د وژل شویو او تپیانو شمېر ۱۰۰۳ او سوریه کې هم ۹۳۳ تنه و او او په څلورم ځای کې اوکراین دی چې، د مرګژوبلې شمېر یې ۵۸۰ تنو ته رسېږي.
که څه هم پهدې راپور کې نهدي ویل شوي چې، افغانستان کې د وژل شويو شمېر څومره او د ټپیان څومره دی او نه یې هم ولایتونه مشخص شوي دي، خو ویل شوي چې جګړه ځپلې سیمې دي.
کوم افغانان چې ماینونو معلول کړي د خپل ژوند او ستونز په اړه يې ازادي راډيو سره خبرې کړي دي.
د کندوز ولایت اوسېدونکي شاه اغا ازادي راډیو ته وویل: "زما د روسانو وخت کې ماین کې یوه پښه پرې شوه، بیا د اشرف غني حکومت کې د کندوز حیرتانو لاره کې جګړه کې ولګېدم او چرې مې وخوړې، اوس مې روزګار ډېر بد دی، احتاج او محتاجه یم، ژوند کې مو زښته زیاتې ستونزې دي."
دغهراز د ننګرهار ولایت اوسېدونکی ډاکتر صمیم وايي: "دوه کاله مخکې یوې سیمې ته د پولیو کمپاین سروې ته تللی وم، هلته مې چېرې موټر ودراوه او ولاړم چې یوخت بېرته راغلم موټر مې چالان کړ، بېرته روان شوم چې ماین راباندې وچاودېد، سخت یې ټپي کړم."
د ځمکنیو ماینونو د مخنیوي کمپاین په راپور کې اندېښنې ښودل شوي، چې د ۲۰۲۴ کال لپاره د نړۍ د نورو زیانګالو هېوادونو برعکس په افغانستان کې د ماینپاکۍ لپاره د نړیوالو مالي ملاتړ او بوديجه د پام وړ کمه شوې ده.
د ماینونو د موندلو مرکز (MDC) نړیواله موسسه چې له تېر ۳۵ کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي هم لهدې امله اندېښنه ښيي.
د يادې مؤسسې عملیاتي مشر ډاکتر شعیب حکیمي ازادي راډیو ته وویل: "فعلا د تېر په پرتله پهدې برخه کې بوديجه ډېره کمه شوې ده، پهداسې حال چې موږ باید هر ۵ کاله نړیوالو ته له افغانستانه د ماین د بشپړ پاکولو راپور ورکړو، چې اوس ۲۰۲۵ کې مو دا وخت هم ختمېږي، خو د بوديجې د کمښت له امله مو تر اوسه دا مسوولیت ترسره نهکړای شو. اوسمهال دافغانستان دېرش سلنه یعنې ۱۲۰۰ کیلو متره مربع ځمکه له ماینونو ډکه ده، جنوبي ولایتونو کې چې تېر شل کاله جګړې وې او موږ ورته لاسرسی نه درلود، ډېر ماینونه پهکې پاتې دي."
خو "آیسيبيایل" دا تازه راپور وايي چې، د ماینونو او جګړو له امله د نړۍ د نورو هېوادونو لپاره سږکال په مالي ملاتړ او بوديجه کې بېساری (۱۲ سلنه) زیاتوالی راغلی دی چې، ډېره برخه یې پر اوکراین لګېږي.
د ځمکنیو ماینونو د مخنیوي نړیوال پروګرام د شمېرو لهمخې، په نړیواله کچه، په ۲۰۲۳ کال کې د ځمکنیو ماینونو د تلفاتو ټولیز شمېر ۵۷۵۷ و، چې ۱۹۸۳ تنه مړه او ۳۶۶۳ تنه یې ټپیان شوي دي.
د یادونې ده چې افغانستان له لسیزو راهیسې په دومداره توګه له جګړه ځپلو هېوادونو دی، چې هم د جګړو د چاودېدونکو توکو پاتې شونو او هم له وړاندې خښ شوي ماینونه یې وخت په وخت وګړو ته مرګژوبله اړوې دي.