د لوبو له ميدانه؛ زمبابوې سره د سيالۍ لپاره افغان لوبډله لا نهده اعلان شوې
د لوبو له میدانه اوونیزې سپورټي خپرونه کې به واورئ؛ تر نولسو کلونو د کمعمره ځوانانو ملي لوبډلې له پاکستان او عربي متحده اماراتو یوه ـ یوه سیالي ګټلې او یوه یې پاکستان ته بایللې ده.
افغانستان راتلونکې میاشت له زمبابوې سره سیالۍ لري، خو لا یې لوبډلې نهدي اعلان شوي.
دغهراز په نړيوال جام کې د ګډون په موخه پاکستان ته د افغانستان د نابینایانو د کرکټ ملي لوبډلې تګ، د فوټبال ملي لوبډلې تاجکستان او نیپال ته دوه دوستانه سياليو بايلل، د هندوستان او اسټرالیا ملي لوبډلې د پینځو ټېسټ سیالیو لوبلړۍ چې د نومبر په ۲۲مه پيليږي، پهدې خپرونه کې نور هغه مطالب دي چې اورېدلی يې شئ.
د ځانګړو مرکو په لړۍ کې دا ځل د افغانستان د کرکټ پخواني لوبغاړي او روزونکي دولت خان احمدزي په اوسنۍ ټاکل شوې نولس کلنې لوبډلې خبرې کړې دي، نوموړی پهدې لوبډله لهدې امله انتقاد لري چې د لوبغاړو عمرونو ته سمه پاملرنه نهده شوې.
دا خپرونه چې هره اوونۍ يې بختيار ساحل جوړوي، د لاندې لېنک په کېکاږلو يې اورېدلی شئ: