World News

د نړيوال بانک په مالي ملاتړ د ميدان وردګ په جغتو ولسوالۍ کې پرمختيايي پروژې پيليږي

په جغتو ولسوالۍ کې د نړیوال بانګ په مالي ملاتړ د ۳ میلیونه ډالرو په لګښت پرمختیایي پروژې پيليږي.


د میدان وردګ د کلیو او بیا رغونې ريیس مولوي وحیدالله راشد وایي، یاد ۳ میلیونه ډالر د نړیوال بانګ له‌‌‌خوا ځانګړي شوي دي او دا پیسې به د بیارغونې، ښوونې او روزنې او روغتیايي خدماتو په ګډون په څو مهمو برخو کې ولګول شي.


نوموړی وايي: "دا پروژې د جغتو ولسوالۍ د اوسېدونکو د لومړنیو اړتیاو پر بنسټ پیل شوې دي. موږ هڅه کوو چې دا مالي ملاتړ د خلکو د ژوند ښه‌‌‌والي لپاره په اغېزمنه توګه وکاروو."


جغتو ولسوالۍ د میدان وردګ یوه نسبتاً لرې پرته سیمه ده چې اوسېدونکي یې له کلونو راهیسې د اساسي خدمتونو نشتوالي او خرابو زیربنایي حالتونو سره مخامخ دي.


د سیمې اوسېدونکي په ځانګړي ډول د سړکونو خراب وضعیت، د ښوونځیو نشتوالی او د روغتیايي مرکزونو کمښت له ستونزو سره مخامخ کړي وو.


د نړیوال بانګ له‌‌دې ملاتړ سره تمه کېږي چې د دې ستونزو په حل کې مهم ګامونه واخیستل شي.


ځايي چارواکي باور لري چې، د یادو پروژو پلي کېدل به د جغتو ولسوالۍ اقتصادي وضعیت ته وده ورکړي او د خلکو د ژوند په کیفیت کې به بدلون راولي.


مولوي وحيدالله راشد دغه‌راز وايي: "موږ ژمن یو چې دا پروژې د شفافیت په اساس پلي کړو او ډاډ ترلاسه کړو چې د خلکو هر اړخیزې ګټې په پام کې نیول شوې دي."


د نړیوال بانګ مالي ملاتړ په جغتو ولسوالۍ کې د پرمختیايي کارونو د پیل لپاره یو لوی فرصت ګڼل کېږي.


دا پرمختګ به نه یوازې د دې سیمې اوسېدونکو ته ګټه ورسوي، بلکې د میدان وردګ ولایت په پرمختګ کې به هم ونډه ولري.


د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکي د یادو پروژو د پیل په اړه خوشحاله دي او وایي چې، دې ډول پرمختیايي پروژو ته یې کلونه انتظار ایستلی.


د سیمې خلک له اوږدې مودې راهیسې د خرابو سړکونو، د ښوونځیو کمښت او د روغتیايي اسانتیاو نشتون له ستونزو سره مخامخ وو.


اوس دوی هیله لري چې د دې پروژو په پلي کېدو سره به نه یوازې د دوی ژوند اسانه شي، بلکې د دوی اقتصادي او ټولنیز وضعیت ته به هم وده ورکړل شي.

Читайте на 123ru.net