World News

تر درملنې وروسته د معتادينو بې‌کاري؛ د کورنۍ غړي يې د بېرته معتاد کېدو اندېښنې لري

په افغانستان کې يوشمېر کورنۍ چې غړي یې په‌‌دې وروستيو کې د معتادينو د درملنې له مرکزونو څخه راستانه شوي وايي چې، د طالبانو حکومت له‌‌خوا دوی ته د کار زمينه نه‌ده برابر شوې.


په نیمروز ولایت کې د یوه پخواني معتاد د کورنۍ غړې ادعا کوي چې، د طالبانو حکومت د دوی یو خپلوان چې په نشه‌‌‌يي توکو روږدي و، له دغه ولایت څخه کندهار ولایت ته د درملنې لپاره وړی و، خو د ده په خبره تر درملنې وروسته د اقتصادي ستونزو او بې‌کاري له امله هغه بیا په مخدره توکو روږدی شو.




هغې چې نه يې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "کله چې یو کس اعتیاد پرېږدي او له هماغه کمپ یا له کوم ځای نه چې بستر وي راوځي، دولت د دوی لپاره کومه برنامه نه‌لري، که کومه برنامه دوی ته جوړه شي چې دوی هم بوخت وي او هم عاید ولري، له موادو څخه به لرې پاتې شي او بیا به نه روږدي کېږي."


د هرات ولايت اوسېدونکى جمشيد وايي، ماما يې پخوا په نشه‌‌‌يي توکو روږدي و او په‌‌‌دې وروستيو کې د دغه ولايت له نشه‌‌‌يي توکو سره د مبارزې له يوه مرکز څخه رخصت شوی دی.


هغه په نشه‌‌‌يي توکو روږدو کسانو ته د دوی تر درملنې وروسته د طالبانو حکومت له‌خوا د کار د زمينې برابرولو پر اړتيا ټينګار وکړ.


نوموړی وايي: "زما ماما تازه د روږدو کسانو له کمپ څخه راغلی، وضعیت یې ډېر ښه شوی، خو ډېرې اقتصادي ستونزې لري چې، امکان لري وضعیت یې له مخکې څخه بدتره شي، باید د دوی ستونزو ته رسېدنه وشي او یا هم ورته د کار زمینه برابره شي."




د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د نوامبر له ۱۲ څخه تر ۱۸ مه پورې په خپله ایکس‌‌پاڼه د جلا‌‌جلا مطالبو په خپرولو سره اعلان کړی چې، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۷۱۹ تنه په مخدره موادو روږدي کسان له څلورو میاشتو درملنې او حرفوي زده‌‌‌کړو د ترلاسه کولو وروسته د اعتیاد د درملنې له مرکزونو څخه رخصت شوي دي.


همدا شان ویل شوي، چې په نشه‌‌‌يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو لړۍ په دوام کې د طالبانو حکومت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې مسوولينو له بېلابېلو ولايتونو څخه ١٨٦ په نشه‌يي توکو روږدي کسان راټول کړي او د درملنې لپاره يې د درملنې مرکزونو ته لېږدولي دي.


مګر د روږدي کسانو د درملنې وروسته د پاملرنې لپاره اړينې لارښونې څه دي؟


ارواپوه مصدق شرق ازادي راډيو ته وویل: "په اوونیز ډول ارواپوه ته تګ، ځان پاملرنه، ورځني فعالیتونو، سپورت، مطالعه او د ورځني کارونو پلان کول دوی سره مرسته کوي چې خپل ټول فکر او ذهنیت په ورځنیو فعالیتونو متمرکز کړي او اجازه ورنه‌کړي چې د پخوا په‌‌‌څېر دوی موادو ته وهڅول شي."




ومو غوښتل چې له درملنې راستانه شویو روږدو کسانو ته د کار د زمينې برابرولو په اړه د طالبانو حکومت پلان په اړه د دوی د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمتين قانع نظر هم واخلو، خو هغه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.


خو نوموړي تر دې مخکې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې ملي ټلوېزيون ته ويلي و، چې په تېر کال کې د نشه‌‌‌يي توکو د پېر او پلور په تور ۱۰ زره ۵۶۴ کسان نيول شوي او شاوخوا ۲۷ زره او ۸۹۱ روږدي کسان د درملنې مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

Читайте на 123ru.net