World News

د لاريونونو ويره؛ اسلام‌اباد کې دکانونه، لارې او کوڅې تړل شوي، ښار پوځي بڼه غوره کړې

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې بازارونه او لارې کوڅې تړل شوې دي، پولیس په ښار کې هر لور ته ترسترګو کېږي. 


دغه ښار ته لویې غځېدلې لارې هم بندې شوې دي.


پولیس وایي، داسې استخباراتي معلومات یې ترلاسه کړي دي چې پر دولتي او شخصي ملکیتونو به بریدونه وشي.


پولیسو احتیاطي تدابیر مخکې تر دې نیولي دي چې، پخواني صدراعظم عمران خان چې په زندان کې دی، له خپلو پلویانو غوښتې دي چې سبا د نومبر په څلرویشتمه پراخ لاریونونه وکړي.


دا د څو میاشتو په ترڅ کې دوهم ځل دی چې چارواکي د اسلام‌‌‌اباد د بازارونو او مهمو لارو د بندېدو امر کوي.


اسوشیتد پریس اژانس د سیمه‌‌‌ییزو رسنیو په وینا خبر ورکړی دی، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت غواړي چې د پاکستان په ځینو برخو کې موبایل ټیليفونونه بند کړي.


د جمعې په ورځ پولیسو د لویو لارو چې له پېښوره اسلام‌‌اباد ته غځېدلې، له اسلام‌‌اباده لاهور ته تللې او یوشمېر نورې لارې بندې کړي او ویلي یې دي، دا لارې د بیا رغونې لپاره تړل شوې دي.




پولیسو له خلکو غوښتې دي، که ډېره اړتیا نه وي له سفرونو دې ډډه وکړي او پولیسو په یوه بیان کې دا هم ویلي دي چې، د لارو د بندېدو پرېکړه له‌‌‌دې سره هم تړاو لري چې د استخباراتي راپورونو له‌مخې قهرېدلي مظاهره‌‌چیان غواړي داسې یو غیرقانوني وضعیت رامنځته کړي چې، واک په خپلو لاسونو کې واخلي او د یک‌شنبې په ورځ عامه او شخصي ملکیتونو ته زیان واړوي.


د پولیسو په بیان کې ویل شوي دي، داسې راپورونه یې ترلاسه کړې دي چې مظاهره‌‌‌چیان له لرګیو او لیندیو سره راروان دي.




په اسلام‌‌‌اباد کې نن په مهمو لارو کوڅو کې پولیس کانتینرونه ځای پرځای کوي چې لارې وتړي.


د پاکستان حکومت تر دې مخکې لا د دوو میاشتو په مخه په اسلام‌‌‌اباد کې له پنځو او تر دې د زیاتو خلکو په راټولېدو بندیز لګولی و، چې په‌‌‌دې ډول د عمران خان او د هغه د ګوند تحریک انصاف د غړیو او پلویانو د فعالیتونو مخه ونیسي.


عمران خان له څه باندې یو کال راهیسې په زندان کې دی او تر یوسل او پنځوس په ډېرو جنایي دوسیو تورن شوی دی، د ده د ګوند پلویان وایي چې دا تورونه سیاسي انګېزې لري.


په خیبرپښتونخوا کې د شیعه‌‌‌و او سنیانو ترمنځ په تازه نښتو کې هم د لسګونو کسانو د مرګ‌‌‌ژوبلې راپورونه ورکړل شوې دي.


اوسوشیتد پریس اژانس د پاکستان د پولیسو د یوه افسر په وینا خبر ورکړ چې، په خیبربښتونخوا کې د شیعه‌‌و او سنیانو ترمنځ په جګړو کې لږ تر لږه درې دېرش تنه وژل شوي او پنځه‌‌ویشت نور ټپیان شوي دي.


تېره شپه په کورمه کې دا پېښې رامنځته شوې دي.


دا شخړې د تېرې اوونۍ پنج‌شنبې د برید په دوام دي چې، په ترڅ کې یې د موټرو په یوه کاروان باندې د برید پرمهال نژدې پنځوس ملکیان ووژل شول.




اسوشیتد پریس اژانس د پولیسو د یوه افسر په وینا څرګندوي چې، وسله‌‌والو په باغان او باچا کوټ سیمو کې دوکانونو ته اور ورته کړی، کورونه یې سوځولي او دولتي شتمنیو ته یې هم اور اچولی دی.


د خیبرپښتونخوا چیف سکرټر ندیم اسلم چوهدري رویټرز اژانس ته وویل، تېره شپه وسله‌‌والو په یوه کلي برید وکړ چې په ترڅ کې یې خلکو ته تلفات واوښتل.


ښاغلي چوهدري زیاته کړه چې، غچ اخیستونکو د تېلو ټانکونو ته اور اچولی او د خلکو شتمنۍ یې ورانې کړې دي.


پولیسو ژمنه کړې ده، د سیمې قومي مشران به وهڅوي چې روغه جوړه وکړي.


د پولیسو یوه افسر چې نه‌‌‌یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رویټرز اژانس ته وویل، د وروستیو شخړو تلفات ښایي ډېر وي او د دغه کلي خلک چې حمله پرې شوې ده له خپلو کورونو وتلې دي نو دقیق تلفات تر اوسه نه معلومیږي.


د باغان د کلي اوسېدونکي اکثر سنیان دي چې له خپلو کورونو د کوز کورم خواته لېږدېدلې دي.


په کوز دیر کې د شیعه او سني ډلو ترمنځ سخته جګړه اوس هم روانه ده.


اسوشیتد پریس اژانس ته د پولیسو یوه افسر وویل چې، دواړه لوري له سپکو او درنو وسلو کار اخلي.

Читайте на 123ru.net