World News

په کوټه او خواوشا سیمو کې سوداګرو د ماشوم تښتول کېدو پر ضد کاربندیز کړی دی

د نومبر ۲۵مه د بلوچستان د مرکز کوټې په ګډون د صوبې په زیاتره برخو کې د "پیه جام" هړتال دی. د هړتال اعلان د بیلابیلو سیاسي ګوندونو او سوداګرو د اتحادیو له لوري شوی دی. دوی د تښتول شوي ۱۰ کلن ماشوم مصویر کاکړ د خوشې کولو غوښتنه کوي. د ماشوم خپلوانو او فعالانو د نومبر له ۱۸مې نېټې څخه یې په کوټه کې د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته پرلت هم وهلی دی. دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر ۲۲مه حکومت په صوبه کې د ۱۴۴مې دفعې لاندې د پنځو یا له هغې زیاتو کسانو په یوه ځای کې راټولېدو بندیز لګولی دی. ویډیویي رپورټ

Читайте на 123ru.net