World News

طالبان: په بدخشان کې تر ۱۰۰ زیات کسان د کوکنارو د کښت په تړاو نیول شوي

بدخشان کې د طالبانو یوه سیمه‌ییز چارواکي ویلي، پرون په دغه ولایت کې تر ۱۰۰ زیات کسان د کوکنارو د کښت په تړاو نیول شوي دي.


د بدخشان په امنیه قوماندانۍ کې د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې لپاره د طالبانو مدیر شفیق اله حفیظي پرون ویلي چې په دغو نیول شویو کسانو کې د څو کلیو اوسېدونکي شامل دي چې د دې ادارې مدیریت د عملیاتو پر مهال د کوکنارو د کښت په وخت کې نیولي دي.


حفیظي ویلي چې نیول شوي کسان د بدخشان ابتدائیه محکمې ته ورپېژندل شوي دي.


د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د ۱۴۰۱لمریز کال په وري یا حمل میاشت کې د یوه فرمان له لارې په افغانستان کې د کوکنارو کښت، دغه راز د مخدره موادو تولید او قاچاق منع اعلان کړ.


په داسې حال کې چې طالبان وايي، د اخندزاده فرمان په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او تولید مخه نیولې ده، خو د مخدره موادو او جرمونو په وړاندې د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو ادارې تېره میاشت وویل چې سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۱۹ سلنه زیات شوی دی.

Читайте на 123ru.net