World News

حال‌وش: د یوه افغان ځوان په ګډون درې کسان د ایران د یزد په زندان کې اعدام شوي

د حال‌وش په نوم د ایران د بشري حقونو یو بنسټ وايي چې د یوه افغان ځوان په ګډون درې کسان د ایران د یزد په زندان کې اعدام شوي دي.


دغه بنسټ پرون یکشنبه په خپله ویبپاڼه کې ویلي چې د قتل او د مخدره موادو اړوندو جرمونو په تور د دغو کسانو د اعدام سزا تېره پنجشنبه اجرا شوې ده.


وړاندې ویل شوي چې د افغانستان وګړی اسماعیل بارکزی نومېده چې د فراه ولایت اوسېدونکی و او په ۱۷ کلنۍ کې په یزد کې د قتل په تور نیول شوی و.


تر دې مخکې په ناروې کې دېره د ایران د بشري حقونو بل بنسټ ویلي وو چې د سږ میلادي کال په اکټوبر میاشت کې د ۱۳ افغان وګړو په ګډون ۱۶۶ کسان په ایران کې اعدام شوي دي.


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د لړم یاعقرب میاشتې په وروستیو کې ویلي وو چې د ایران په زندانونو کې د افغان وګړو شمېر د پام وړ زیات دی.


هغه د افغان بندیانو شمېر په ډاګه نه کړ، خو ویې ویل چې زیات دغه کسان د مخدره توکو اړوندو جرمونو له کبله نیول شوي او بندیان شوي دي.


د بشري حقونو ډلو په دې باب چې په ایران کې ګڼ بندیان مدافع وکیل نه شي ګمارلی، اندېښنې ښوولې دي.

Читайте на 123ru.net