World News

د جرمونو د نړيوالې محکمې مشر څارنوال: ډېر ژر به د طالب چارواکو د نيولو حکم صادر کړو

د جرمونو نړیوالې محکمې ICC ته د افغانستان د بشري حقونو د قضیې له راجع کېدو وروسته د دې محکمې مشر څارنوال کریم خان ویلي دي، چې ډېر ژر به د طالبانو د چارواکو د نیولو حکم صادر کړي.


ښاغلي کریم خان دا څرګندونې پرون (د ډسمبر ۲مه) د هالنډ په هاګ ښار کې د ICC د غړو د ۲۳مې اسمبلې له پیلېدو وروسته په یو بیان کې وکړې.


هغه وویل د افغانستان وضعیت ته په پام سره به ډېر ژر دا حکم صادر شي، خو ښاغلي خان په‌‌‌‌‌‌‌دې اړه نور جزیات ورنه‌کړل.


تېره اوونۍ چیلي، کوستاریکا، اسپانیا، فرانسې، لوکزامبورګ او مکسیکو په افغانستان کې د ښځو پر حقونو د تېري د ادعاوو قضیه ICC ته راجع کړه.


د طالبانو حکومت تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو له‌دې مخکې یې د ښځو له حقونو د سرغړونو تورونه رد کړي دي


دې محکمې په‌‌‌دې وروستیو کې د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو، د دې هېواد د دفاع وزیر یواف ګالانت او د میانمر د دیکتاتور پوځي مشر د نیولو حکمونه هم ورکړي دي.

Читайте на 123ru.net