World News

د جنوبي کوریا ولسمشر په دې هېواد کې د پوځي حالت د لنډمهاله اعلان له امله بخښنه وغوښته

د جنوبي کوریا ولسمشر نن شنبې څو ساعته مخ ته تر دې چې په پارلمان کې د نوموړي د استیضاح په اړه رایې واخیستل شي، په دې هېواد کې د پوځي حالت د لنډ مهاله اعلان له امله د خلکو په منځ کې د اندېښنو د خپرېدو په‌خاطر بخښنه وغوښته.


یون سوک یول نن سهار په یوه لنډه تلوېزیوني وینا کې وویل چې دی به د دغه اعلان له قانوني یا سیاسي مسوولیت څخه اوږې سپکې نه‌کړي او ژمنه کوي چې د بل ځل پوځي حالت د اعلانولو هڅه به ونه‌کړي.


د جنوبي کوریا ولسمشر وویل چې دی به دا خپل ګوند ته پرېږدي چې د ولسمشر په توګه د ده د دندې اړوند چارې په ګډون د هېواد سیاسي کړکېچ کومې لارې ته سیخوي.


نوموړي زیاته کړه چې له ناهیلۍ یې پوځي حالت اعلان کړی و، خو دا چې د عملي کېدو په ترڅ کې یې خلک اندېښمن او ناارامه شوي، ډېر خواشینی شوی او له هغوی د دغه ټکان پخاطر بخښنه غواړي.


د جنوبي کوریا ولسمشر په ۲۰۲۲م کال کې واک ته له رسېدو راهیسې د پارلمان له لارې چې اپوزیسیون پرې واکمن دی، د خپلو تګلارو د پر مخ وړلو لپاره له ننګونو سره مخامخ دی.


نوموړي چې پر ځان او مېرمنې یې د رسوایي تورونه لګول شوي او محبوبیت یې په خلکو کې ډېر کم شوی، د سې شنبې په شپه په هېواد کې د پوځي حالت د اعلان په مهال پارلمان د "مجرمانو پټنځای" وباله چې په خبره یې د دولت چارې ګډوډوي او ژمنه یې وکړه چې "د شمالي کوریا بې‌شرمه پیروان او د دولت ضد ځواکونه" به له منځه یوسي.

Читайте на 123ru.net