World News

وي پي اېن د معلوماتي ټېکنالوژۍ د کاروونکو لپاره اسانتيا جوړه کړې

د پاکستان د مخابراتو ادارې د مجازي شخصي شبکې (ورچوول پرایوېټ نېټورک یا وي پي اېن) د ثبتولو يا راجسټرولو عمل د معلوماتي ټېکنالوژۍ د کاروونکو لپاره د اسانولو اعلان کړی دی. تر دې اعلان وروسته د انټرنېټ له لارې کاروبار کوونکې کولای شي چې د خپل موبايل يا ګرځنده ټېلېفون نمبر په کارولو سره وي پي اين راجسټر کړي. وي پي اېن شخصي مجازي شبکې ته وايي او دا هغه ټېکنالوژي ده چې خلکو ته نه څارل کېدونکی انټرنېټ برابروي. خو په دي وروستيو کې پاکستان د وي پي اېن راجسټرولو عمل پيل کړی وو او ويلي يې ول چې د ډېسېمبر مياشتې تر پايه به ناراجسټر وي پي اېن بندوي.

Читайте на 123ru.net