World News

ايران کې د افغان محصلانو د پېژندنې د ثبت سيستم جوړېدو اعلان؛ د پخوانيو پوځيانو اندېښنې يې راپارولي

په ایران کې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت په هغه هېواد کې د افغان محصلانو او فارغانو د پیژندلو لپاره د یوه سیستم د جوړولو اعلان کړی دی.


یاد سفارت د جمعې په ورځ په خپله ایکس‌‌پاڼه ادعا کړې چې، په ایران کې مېشت له ټولو افغان محصلانو او فارغانو څخه غوښتي چې، ژر تر ژره دې په‌‌دې سیسټم کې نوم‎لیکنه وکړي.


په دوام کې د دې سیستم د رامنځته کولو موخې محصلانو سره د اړیکو ټینګول، د ځانګړو خدمتونو وړاندې کول او کارموندنه ښودل شوي.


خو ډېری محصلان ادعا کوي چې، د دې بهیر د رونټیا او د دوی د شخصي معلوماتو د کارولو د څرنګوالي په اړه شک لري.


یوه پخواني افغان پوځي چې په ایران کې په لوړو زده‌کړو بوخت دی او د موضوع د حساسیت له امله نه‌‌‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته سره يې خبرو کې ادعا وکړه چې، طالبانو د شخصي معلوماتو د خوندي کولو یا د هغې د کارولو په اړه کوم روښانه تضمین نه‌دی ورکړی.


هغه وايي: "طالبانو تل د پخوانیو پوځیانو په لومه اچولو کې له بېلابېلو چلونو څخه کار اخیستی او په‌‌دې هڅه کې دي څو هغه پوځي زده‌‌کړیالان چې د تهران په پوهنتونونو کې پر زده‌‌کړو بوخت دي وپېژني او پرې څارنه وکړي."




په ایران کې د تېر جمهوري نظام ځینې کارکوونکي وايي چې، د ایستلو له ګواښ څخه د مخنیوي په موخه یې د دغه هېواد په یوه پوهنتون کې د استوګنې سند د ترلاسه کولو په موخه نوم‌‌لیکنه کړې ده.


په ایران کې مېشت د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت ریاست یو کارکوونکی هم چې د ایران په یوه پوهنتون کې پر زده‌کړو بوخت دی، په‌دې هېواد کې د افغانستان سفارت دغه کړنه د اندېښنې وړ بولي.


هغه چې نه‌‌غوښتل نوم یې په راپور کې واخيستل شي د غږ بدلولو په شرط یې ازادي راډيو سره خبرو کې ادعا وکړه چې، دا ډول پروګرامونه د کډوالو د ملاتړ پر ځای په بهر کې د مېشتو افغانانو د لا زیات کنټرول او څارنې په هدف جوړیږي.




نوموړی وايي: "دا پروسه یې د دې لپاره پیل کړې چې پخواني پوځیان وپېژني، تر څو بېرته وشړل شي او هلته د هغوی په لومه کې ولويږي او څه چې غواړي له هغوی سره وکړي."


خو داسې محصلان هم شته چې دا اقدام په ایران کې د افغان محصلانو لپاره د پاسپورټونو د نوي کولو په برخه کې اغېزمن بولي.


یو له دوی څخه حارث ازادي راډیو ته وویل: "یوشمېر هغه کسان چې پاسپورټونه یې باطل شوي او وخت يې تېر شوی، اړ دي چې خپل پاسپورټونه تمدید کړي او له‌‌دې امله سفارت، هغه زده‌‌‌‌کړیالانو ته اسانتيا برابره کړي، چې د پاسپورټ موده يې ختمه شوې، خو په اصلي لامل يي نه‌‌پوهېږم، چې غواړي پخواني پوځیان وپېژني یا په رښتیا زده‌‌کړیالانو سره مرسته وکړي."


د پوهنتون استاد کیومرث ادیب په‌‌دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "که موخه د ښونې او روزنې په پوهاوی وي، دا یو ښه ګام دی، خو که دا ډول پروګرامونه مغرضانه موخې او محدودیتونه ولري، دا مسئله خپل موثریت له لاسه ورکوي او موږ نه‌شو کولی د یو عمومي پروګرام په اړه خبرې وکړو او دا په بل ډول توجیح کوو، چې د یو قشر لپاره اغېزمن واقع شي."




د يادونې ده، چې په ایران کې يوشمېر افغان محصلان وېره لري، چې په دغه سيسټم کې نه راجستر کېدل به د قونسلګرۍ خدمتونو ته د لاس‌رسي او په ايران کې د استوګنې په برخه کې دوی ته ستونزې رامنځته کړي.


په تهران کې د افغانستان د سفارت مسوولیت د تېر کال د فبرورۍ په پای کې په رسمي ډول طالبانو ته وسپارل شو او شاوخوا یو کال مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت فضل محمد حقاني په تهران کې د افغانستان د سفیر په توګه وټاکه.


د افغانستان پخواني پوځيان چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ايران په‌‌څېر ګاونډيو هېوادونو ته کډوال شوي له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.


ډېری دغه کسان په افغانستان کې د نیول کېدو، شکنجې او وژنې د خطر له امله د هېواد پرېښودو ته اړ شوي او اوس په ایران کې په اقتصادي او د استوګنې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

Читайте на 123ru.net