سياسي کارپوهان: د امریکا نوی حکومت به افغان طالبان له اوسني سختدریځي حالت سره ونهمني
د سیاسي چارو یوشمېر پوهان باور لري چې، د امریکا نوی حکومت به افغان طالبان له اوسني سختدریځي حالت سره ونهمني.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي د وروستیو څرګندونو په اړه چې ویلي یې دي، طالب چارواکي دې د امریکا له نوي حکومت سره د بحث لپاره چمتو وي، د سیاسي چارو یوشمېر پوهان او پخواني ډیپلوماټان بېلابېل نظرونه لري.
ځینې پهدې اند دي چې، د امریکا نوی حکومت به طالبان له اوسني سختدریځي حالت سره ونهمني.
د سیاسي چارو پوه سمیع یوسفزی باور لري چې، نړۍ له طالبانو سره د تعامل لپاره په تېرو څو کلونو کې له ډېر نرمښته کار واخیست، خو د طالبانو حکومت نه یوازې منځلاری سیاست غوره نهکړ، بلکې لا پسې سختدریځه شول.
نوموړی وايي: "زه فکر کوم که نړیواله ټولنه ده او که امریکا ده، په کرار کرار د طالبانو په اړه هیله له لاسه ورکوي او د دې لامل هم د طالبانو سختې پالیسانې دي، چې په پایله کې یې خپل حکومت هم په انزوا کې اچولی او افغانان یې هم په کړاو کې اچولي دي او ورځ تر بلې د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو کومه کړکۍ چې ده هغه تنګیږي."
خو د سیاسي چارو بل پوه عزیز معارج بیا وايي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې هوکړه د جمهوري غوښتونکو د واک پر مهال شوې او اوس چې دوی بیا واک ته رسیږي اړتیا ده چې، د دوحې د هوکړې په اړه طالبانو سره خبرې وشي.
دی هیله لري چې د امریکا د نوي حکومت په راتګ سره به حالات یو څه رانرم شي.
نوموړی وايي: "طالبان باید چمتووالی ولري، دا خبرې به پیلیږي، خامخا به وضعیت ښه کېږي، طالبان اړ دي چې بدلونونه راولي، دوی به د دوحې تړون ته ژمن پاتې کېږي، هغه به پلی کېږي، حالات به ښه خواته روان شي، د خلکو هیله او انګېرنه هم همدا ده چې د ټرمپ په راتګ سره به په افغانستان کې بدلون راځي."
پخوانی افغان ډیپلوماټ غوث جانباز بیا وايي، د امریکا نوی حکومت به تر ډېره له طالبانو سره د تېرو درې کلونو حسابکتاب وکړي.
هغه ازادي راډيو ته وويل: "کوم مخالفت چې په وروستیو کې د کابلمېشتو او کندهارمېشتو طالبانو ترمنځ لیدل کېږي، بنسټیز لاملونه یې هم همدا دي چې، دوی پهدې پوهېږي چې یوه محاسبه غوښتونکې اداره په متحدایالاتو کې رامنځته کېږي، نو پهدې توګه طالبان باید دې ته چمتو وي چې، فضا او اوضاع به د طالبانو لپاره ښه نه وي ځکه دا یوه معلومه پدیده ده چې څوک چاته پیسې او امکانات ورکوي حساب ترې غوښتل کېږي."
د افغانستان لپاره د امریکا مخکېني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره ورځ د دوحې فورم د ۲۲مې غونډې په څنډه کې د طلوع خصوصي ټلوېزیون سره په مرکه کې له طالب چارواکوغوښتي چې، د امریکا له نوي حکومت سره د بحث لپاره چمتو وي.
نوموړي ویلي چې، د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو عادي کول د دواړو لوریو په ګټه دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د زلمي خلیلزاد د دغه څرګندونو په اړه زموږ پوښتنې ځواب نهکړې، خو وړاندې تر دې ګڼو طالب چارواکو له نړیوالې ټولنې د مثتب تعامل غوښتنه کړې ده.
پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ له درې کلونو زیات وخت کېږي، خو تر دې دمه یې حکومت د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت نهدی پېژندل شوی.
د یو ټولشموله حکومت جوړول چې ټولو افغان قومونو ته پهکې یو ډول ځای ورکړل شوی وي، په کور دننه د ښځو د حقونو په ګډون د بشري حقونو رعایت او کورنی مشروعیت هغه څه دي چې د رسمیت پېژندلو لپاره طالبانو ته د شرطونو په توګه وړاندې شوي دي.
کهڅه هم طالبان خپل حکومت ټولشموله ګڼي او وايي چې، د شريعت لهمخې یې د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي دي، خو د زدهکړو او کار په ګډون یې پر ښځو پراخه محدودیتونه لګولي چې د نړیوالې ټولنې له غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.