د اسټراليا د بهرنيو چارو وزيره: طبي بنسټونو کې پر زدهکړو بنديز د نجونو کاري فرصتونه لهمنځه وړي
د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د نرسنګ او قابلهګۍ پر زدهکړو د طالبانو بندیز د زدهکړې او کار په برخه کې د نجونو لپاره د لږو پاتې فرصتونو څخه یو لهمنځه وړي.
د یاد وزارت وزیرې، پينيوونګ د شنبې په ورځ (د دسمبر په ۷مه) په خپله ایکسپاڼه لیکلي، دا بندیز د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.
مېرمن وونګ زیاته کړې، دا امر د سیدوا CEDAW پر بنسټ د افغانستان د ځواب ویلو لپاره د استرالیا د هڅو اهمیت په ګوته کوي.
افغانستان په ۲۰۰۳ زېږدیز کال کې د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض د لهمنځه وړلو کنوانسیون چې په ۱۹۷۹ د ملګروملتو عمومي اسمبلۍ تصویب کړې CEDAW لاسلیک کړ، چې لهمخې یې باید له ښځو سره هيڅ ډول تبعیضي چلند ونهشي.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیره کرن ډیکر وايي، د طالبانو د مشر لهخوا د ښځو پر وړاندې د طبي بنسټونو د تړلو پرېکړه په هرې ژبې، کلتور او مذهب کې د منلو وړ نهده.
میرمن ډیکر د شنبې په ورځ ناوخته په خپله ایکسپاڼه لیکلي: " کندهار لا د مخه د نجونو د ښوونکي یا انجینرۍ کېدلو په مخنیوي سره د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخ کړی او اوس د نجونو د ډاکټر کېدلو یا قابله کېدلو په منع کولو سره د افغانستان راتلونکی به په بشپړه توګه لهمنځه وړي."
هغې زیاته کړه، اوس به نوي ماشومان نه زېږي، میندې به مري او ټول افغانان به کړاو ګالي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لهخوا د نجونو په وړاندې د طبي زدهکړو د انستیتوتونو له تړلو ورسته دا غبرګونونه داسې مهال دي چې، تازه عربي اماراتو اعلان کړی چې د افغانستان په اووه ولایتونو کې یې د ماشومانو د زېږون او د ښځو د پاملرنې ۱۰ مرکزونه پرانیستي دي.
د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې لهمخې، دوه دوه مرکزونه په هرات، کندهار او پکتیا او یو یو مرکز په جلالاباد، هلمند، پکتیکا او مزار کې جوړ شوي.
خو یوشمېر افغان مېرمنې په طبي انسټيټيوټونو کې د نجونو پر زدهکړو د طالبانو تازه بندیز ته په اشارې سره د دې ډول مرکزونو جوړول بېګټې بولي، ځکه په ټکو یې کله چې د زېږون مرکزونو لپاره قابلهګانې او ښځينه ډاکټرانې ونه روزل شي، نو دوی به د درملنې لپاره دې مرکزونو کې چا ته ولاړې شي.
یوه له دوی څخه چې د جلالاباد ښار اوسېدونکې ده او نهغواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي، دا بندیز به روغتیايي خدمتونو او ښځينه ډاکټرانو او قابلهګانو ته د دوی لاسرسی نور هم محدود کړي.
هغه وايي: "دې نوي فرمان ټول خلک حیرانه کړي دي، زه نهپوهېږم چې په کوم منطق یې دا فرمان صادر کړی، نیمايي نفوس نه زیات دلته ښځې دي او زه خپله یوه ښځه یم او ښځينه ډاکټرې ته اړتیا لرم، ځکه نسايي تکلیف لرم چې میاشت په میاشت باید ډاکټرې ته ولاړه شم، زه حیرانه یم چې دا نورې مېرمنې به په راتلونکي کې څه کوي."
د بدخشان ولایت یوه اوسېدونکې، چې دا هم نهغواړي نوم یې پهدې راپور کې واخیستل شي او په طبي انسټیټيوټونو کې یې د قابلهګۍ په برخه کې زدهکړې کولې وايي: "دې پرېکړې نه یوازې دا چې زموږ هیلې یې لهمنځه یووړې، بلکې د یوه نسل راتلونکی یې د تیارو خواته یووړ، زه او نورې افغان نجونې چې د یوې ښې راتلونکې لپاره مو درسونه ویل او هڅه مو کوله، اوس په کور کې ناستې یو او په ډېر حسرت شپې ورځې تېروو."
د تېرې سهشنبې ورځې راهیسې د طالبانو د عمومي مشر د نوي فرمان لهمخې چې لیندۍ په دولسمه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت لهخوا د طبي انستیتوتونو مسوولانو ته اعلان شو، په افغانستان کې د طبي زدهکړو مؤسسې او انستیتوتونه د ښځو او نجونو پر مخ وتړل شول.
طالبانو تر اوسه پهدې اړه په رسمي ډول څه نهدي ویلي.
خو دې فرمان په کور دننه او بهر ګڼشمېر غبرګونونه راپارولي دي او بېلابېلو بنسټونو، سازمانونو او چارواکو د دې فرمان د بېرته اخیستو غوښتنه کړې.
طالبانو لهدې مخکې په نجونو او ښځو د ګڼو نورو محدودیتونو تر څنګ دوی له شپږم ټولګي پورته په ښوونځیو کې له زدهکړو او دغهشان پوهنتونو کې له لوړو زدهکړو هم راګرځولې وې.