World News

پاکستان کې مېشت کېس لرونکي افغانان: د کېسونو د پروسس د ځنډ له امله له جدي ننګونو سره مخامخ يو

په پاکستان کې امریکا ته د تګ په تمه یوشمېر افغانان وايي، د کېسونو د ځنډېدو له امله له جدي ننګونو سره مخامخ دي.


په پاکستان کې امریکا ته د تګ په تمه ذکریا چې د پي۲ په نوم کیس لري وايي: "تمه مو دا وه چې کارونه به ژر خلاص شي، خو داسې ونه‌شول او اوس له ډول‌‌ډول ستونزو سره مخامخ یو."


‌هغه په پاکستان کې د خپلو ستونزو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "P2 کيس لرم، دوه‌نيم کاله کېږي پاکستان ته راغلی يم، کورنۍ مې هم راسره ده، زموږ تمه وه چې کارونه به ژر وشي، خو داسې ونه‌شول، څه ذخیره چې مو لرله هغه مو خلاصه کړه، ډېرو ستونزو سره مخامخ يو، تقریبا په قرض چليږو، په دا تېر یونیم کال کې پولیسو هم ډېر په عذاب کړي یو، غوښتنه مو دا ده چې موږ ته جدي پام وشي."




تازه په پاکستان کې امریکا ته د تګ په تمه یوشمېر افغانانو د امریکا له حکومته په یوه سرخلاصي تفصلي لیک کې غوښتنه کړې چې، باید د پناه غوښتنې د کیسونو چارې یې ګړندۍ او متحدایالتونو ته ولېږدول شي.


دوی په دغه لیک کې چې ازادي راډیو هم تر لاسه کړی، د امریکا حکومت مخاطب کړی چې د کډوالۍ په برخه کې دې له دوی سره کړې ژمنې پر وخت عملي کړي.


د دغه لیک یوه تنظموونکي صدیق‌‌الله له ازادي راډیو سره په خبرو کې تمه وښوده چې، د دوی غوښتنې په جدي توګه په پام کې ونیول شي.


نوموړی وايي: "P1 کېس لرم، درې کاله کېږي پاکستان ته راغلی يم، منتظر يم چې کارونه مې وشي، په ډېر انتظار مې سترګې راووتې، روحي او رواني ستونزې راته پيدا شوي، موږ خپلې ستونزې د يوه ليک په بڼه په وروستيو کې د امریکا حکومت او ټولو مهمو بنسټونو ته لېږلي، هيله لرو چې د پام وړ وګرځي."




د امریکا حکومت د ۲۰۲۱ کال د اګست په دویمه له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو له پرېکړې وروسته، هغو کسانو لپاره چې له امریکایي بنسټونو یا د امریکا تر ملاتړ لاندې ادارو کې يې کار کړی و، د کډوالۍ ځانګړی پروګرامونه پي۱ 'P1' او پي۲ 'P2' اعلان کړ.


(پي۱) کیسونه د هغو افغانانو لپاره دي چې، په افغانستان کې یې د امریکا د حکومت لپاره کار کړی؛ (پي۲) بیا د هغو افغانانو لپاره دي چې له امریکايي غیر حکومتي سازمان یا د امریکایي مطبوعاتو لپاره یې کار کړی وي.


د دې پروګرام یو شرط دا و چې، یاد کسان باید درېیم هېواد ته ولاړ شي، چې له همدې امله په زرګونه افغانان چې ځانونه یې په شرایطو برابر ګڼل د افغانستان ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان ته کډه شول.


د راپورنو له‌‌مخې له ۲۰۲۱ کال راپه‌دېخوا څه باندې یو لک افغانان، چې د بهرنیو ځواکونو ترجمانان، د مخکېني حکومت کارکوونکي، د بشري حقونو فعالان او خبریالان په‌کې شامل وو، د انتقال په پروسه کې له افغانستان څخه امریکا او نورو هېوادونو ته ولېږدول شول، خو لاهم په شرایطو برابر زرګونه کسان په افغانستان، درېیمو هېوادونو او په ځانګړي توګه پاکستان کې پاتې دي.




په اسلام‌‌‌اباد کې د افغانانو د شورا مشر میوند علمي افغان په پاکستان کې د افغان کېس لرونکو د ستونزو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "دلته د کار امکانات نه‌شته، اولادونه یې درسونه نه‌‌شي ویلای ځکه فیسونه لوړ دي او چا ورته افغاني ښوونځی نه‌‌دی جوړ کړی، موږ ډېرې هڅې وکړې، خو چا راسره مرسته ونه‌کړه، ډېری یې د ویزو ستونزې لري، خلک د ډوډۍ پیسې نه‌‌لري نو ویزې به څنګه تمدید کړي؟ او له‌‌دې ټولو سربېره یې کیسونه نه پروسس کېږي، چې له ګڼو ستونزو سره یې مخامخ کړي دي."


د یادونې ده چې په پاکستان کې مېشت افغانان چې امریکا او نورو هېوادونو سره د پناه غوښتنې کېسونه لري، په وار وار د پاکستان په بېلابېلو ښارونو په ځانګړي ډول په پلازمېنې اسلام‌‌‌اباد کې د کارونو د ځنډ له کبله اعتراضونه کړي دي.


که‌‌‌څه هم د امریکا حکومت دغه ډول اعتراضونو او نیوکو ته غبرګون نه‌‌دی ښودلی، خو تل یې ویلي چې د دغو کسانو کېسونه تر څېړنې لاندې دي او په وخت به ورته رسېدنه وشي.

Читайте на 123ru.net