د سوریې حکومت مخالفه وسلوال وايي دمشق یې نیولی
په سوریه (شام) کې د ولسمشر بشار الاسد حکومت مخالفه وسلوالو د دمشق نیولو دعوه کړې ده او ویلي یې دي چې پلازمېنه یې د ولسمشر له "واکه ازاده " کړې ده. د شام د بشري حقونو څار ډلې ویلي دي چې ولسمشر له پلازمېنې وتلی دی خو حکومت لا رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي. د سوریې ولسمشر بشار الاسد په ۲۰۱۱ز کال په هېواد کې د شخړې له پیدا کېدو راهیسې په واک کې د پاتې کېدو لپاره پر ایران او روسیې متکي وو. په دې اړه د رویټرز، اسوشيېټېد پرېس او اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ وګورئ.