World News

د اسونو ځغاسته: پښتانه خپله کلتوري لوبه ژوندۍ ساتي

د اسونو د ځغاستې سیالۍ پښتانه خپله لرغونې او کلتوري لوبه ګڼي. د اسونو پالونکو په وینا، د سیالۍ لپاره د یو ښه اس تیارول پینځه کاله وخت نیسي. هغه سیالۍ په یخو ورځو کې کېږي. د پښین اوسېدونکي وایي چې د اسونو د ځغل لوبې ته له پخوا راهیسې د خیبر پښتونخوا، افغانستان او نورو سیمو خلک هم راځي او په دې سیالیو کې برخه اخلي. وخت په وخت دوی د اسانو د ځغل مېلې جوړوي او په سیالیو کې بریالیو لوبغاړو ته انعامونه ورکوي.د پښین په کربلا سیمه کې د ډېسمبر پرشپږمه مېلې د اسونو د ځغل یوه لوبغاړي مشال راډیو ته وویل چې که حکومت دې لوبو ته لږه پاملرنه وکړي، نو دغه کلتوري لوبه به تر ډېره خوندي پاتې شي. ویډیویي رپورټ

Читайте на 123ru.net