World News

فایق: طالبانو د ښځو د حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي

 په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق، پرون (پنجشنبې) د ملګروملتو د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه.


فایق چې د خپلې وینا متن، نن سهار (جمعه، د لیندۍ ۲۳مه) په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې خپور کړی، ویلي چې د طالبانو د واکمنۍ په څلورم کال کې په افغانستان کې بشري بحران، ټولنیزه او سیاسي بې‌ثباتي، او د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې شوې دي.


فایق ویلي، سره له دې چې د ملګرو ملتونو له غوښتنو سره سره، طالبانو محدودیتونه زیات کړي، د جنسي آپارتاید چاپېریال یې تحمیل کړی او یوازې د خپلې واکمنۍ په ټینګولو تمرکز کوي.


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست له طالبانو غوښتنه کړې چې د خپلو ژمنو تر څنګ د افغان ولس او نړیوالې ټولنې مشروع غوښتنو ته درناوی وکړي او د ټولشموله حکومت د رامنځته کولو لپاره په مانا لرونکو خبرو اترو کې ګډون وکړي.


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د افغانستان په اړه پرون (پنجشنبه) جوړه شوه او د افغانستان لپاره د سرمنشي ځانګړې استازې او یوناما مشرې روزوا اتونبایوا پکې د افغانستان په اړه درې میاشتنی راپور وړاندې کړ.

Читайте на 123ru.net