World News

جي ۷ ډله په سوریه کې د روان وضعیت په اړه خبرې کوي

د نړۍ د اوو پرمختللو هیوادونو یا جی اوه ډلې مشران نن جمعه د (ډیسمبر۱۳مه)  په یوه مجازي غونډه کې په سوریه کې د روان وضعیت په اړه خبرې کوي.


په سوریه کې د بشاراسد د رژیم له ړنګیدو وروسته موقت حکومت ژمنه کړې چې د قانون واکمني به ټینګوي.


دغو مشرانو ویلي، په سوریه کې د یوه ټولګډونه، غیرفرقه یې حکومت د رامنځ ته کیدو پرلور د انتقالي بهیر ملاتړکوي.


دوی د ښځو او لږکیو د حقونو په ګډون د بشري حقونو د ملاتړ د غوښتنې ترڅنګ په دې ټینګارکړی چې د اسد له رژیم سره دې د ترسره کړو جنایتونو په خاطر حساب کتاب وشي.  


د فرانسپرس خبري اژانس د راپورله مخې د سوریې په نژدې څوارلسه کلنه کورنۍ جګړه کې له پنځو لکو زیات کسان وژل شوي، په میلیونونو کډوال شوي او د اسد درژیم په زرګونو مخالفان زنداني شوي یا وژل شوي دي.


د هیئت تحریر شام ډلې HTS په مشرۍ د افراطي ډلې نویو واکمنانو د اسد د واکمنۍ د قربانیانو لپاره د عدالت د تامین ژمنه کړې ده.


د دې ډلې مشر ابو محمد الجولاني، چې اوس له خپل اصلي نوم احمد الشرع څخه کار اخلي، له هیوادونو څخه غوښتي دي چې هر هغه مجرم دې بیرته وروسپاري چې د دوی هیواد ته ورغلی وي.


هغه ویلي، دا دې کار هدف د عدالت تامین دی.

Читайте на 123ru.net