د سمنګان د سکرو په کان کې ۲۲ کارګر وژغورل شول
د سمنګان د دره صوف ولسوالۍ د سکرو په یوه کان کې له ۳۵ بند پاته شویو کارګرو څخه ۲۲ تنه ژغورل شوي دي.
دا خبره د طالبانو تر کنټرول لاندې د سمنګان د کانونو رييس مخدوم طلوعنیوز تلویزیون ته وکړه.
د مخدوم په وینا، د نورو بندو کارګرو د ژغورنې لپاره لا هم هلې ځلې روانې دي.
تر دې مخکې د طالبانو د سمنګان د والي ویندوی ویلي و چې د دره صوف په سفیدخاک سیمه کې د یوه کان د نړېدو له کبله ۳۵ کان کیندونکي ګیر پاته شوي دي.