World News

طالبانو درې کسان په کندز کې په دورو ووهل

طالبانو په کندز کې درې تنه په عام محضر کې د هغه څه په خاطر چې دوی «لواطت» بللی په درو وهلي دي.


د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ چې دغه درې کسان د کندز په علي آباد ولسوالۍ کې مجازات شوي.


دغې محکمې د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې لومړی تورن یې په اوه کاله بند محکوم کړی او ۳۹ دُرې یې وهلی، دویم تورن ته پنځه کاله تنفیذي بند او ۳۹ دُرې ورکړل شوي او دریم تورن په څلور کاله تنفیذي بند محکوم او ۳۹ دُرې وهل شوی دی.


تر دې وړاندې هم د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې طالبانو سلګونه کسان په بېلابېلو تورونو په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.


د طالبانو پر محاکمو نیوکې کیږي چې تورنو ته د مدافع وکیل حق نه ورکوي او محاکمې یې هم اکثره  عادلانه نه وي.

Читайте на 123ru.net