په کراچۍ کې د خرګاډو د ځغاستې دودیزې سیالۍ شوې دي
د خرګاډو ځغل په کراچۍ کې هغه دودیزې سیالۍ دي چې پکې زیاتره د دې ښار مېشت بلوڅ او سیندي وګړي برخه اخلي. د ډېسېمبر پر ۱۵مه هم د خرګاډو ځغاسته وشوه چې د ښار له بېلابېلو سیمو څخه پکې د خرګاډو لرونکو او مینه والو برخه واخیسته. د خرګاډو مالکانو وویل چې دا سیالۍ د خپل مهارت او د خپلو خرو د ځواک ښوولو یوه مهمه برخه ده. ویډیویي رپورټ.