World News

رحیم ځدراڼ په بوري کې د ښځو ګاڼې جوړوي

رحیم ځدراڼ کلونه پخوا له افغانستانه پاکستان ته کډوال شو او هلته یې د ښځو د ګاڼو او سینګارتوکو جوړولو کار پیل کړی دی. هغه وايي، وخت سړي ته هر څه ښيي نو بې له استاده یې دا هنر زده کړ. رحیم ځدراڼ د پاکستان د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې ژوند کړی دی او دا مهال یې په بوري (لورالايي) کې اوسي. هغه نن هم زړې ګاڼې اخلي، نوې کوي یې او بیا یې په خلکو پلوري. نوموړی وايي، خال خال کسان پاتې دي چې نن هم دا هنر پالي. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.

Читайте на 123ru.net