World News

ریچارډ بنیټ: پر زده کړو د طالبانو بندیزونو په نجونو کې ځان وژنې ته لېوالتیا زیاته کړې ده

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنټ وایي، طالبانو نجونې په څلورو دیوالونو کې ایسارې کړې دي چې دا پریکړې د ژورخپګان د اخته کیدو سبب شوې دي.


ښاغلي بنټ چهارشنبه( د ډسمبر اتلسمه)  "زده کړې په تمه نشي پاتې کېدی"په نوم نړیوال تعلیمي بنسټ ته وویل، "د طالبانو د ظلم او ستم سیستم د دې سبب شوی دی چې په خلکو کې ځان وژنې ته لیوالتیا زیاته شي".


طالبانو په دوه زره یو ویشتم کال کې د کابل له بیا نیولو وروسته له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه، بیا یې نجونې او ښځې د پوهنتون له زده کړو منع کړې او په وروستیو کې یې په روغتیایي موسساتو کې د دوی پر زده کړو بندیز ولګاوه. همداراز یې په اکثر دولتي او غیردولتي موسسو کې د نجونو او ښځو پر کارونو محدودیتونه وضع کړې دي.

Читайте на 123ru.net