World News

د نړیوالو له غبرګونونو سره، طالبانو تازه په پکتیا کې اته کسان په درو وهلي

طالبانو په پکتیا ولایت کې اته کسان په دورو وهلي دي.


په پکتيا کې د چهرشنبې په ورځد (ډیسمبر۱۷مه) د طالبانو د سترې محکمې په حکم اته کسان په دورو وهل شوي دي.


دغې محکمې په یوه اعلامیه کې ویلي، "دغه کسان په" غلا، قتل، سړي تښتونې او نامشروع اړیکو "تورن وو چې په عام محضر کې په ۳۹ دورو وهل شوي، او له دوو څخه تر لسو کلونو پوري په بند هم محکوم شوي دي".


تر دې مخکې تیره ورځ په پروان ولایت کې ځايي چارواکو د دریو ښځو په ګډون پر پنځو تنو "د نامشروع اړیکو " په تور په عام محضر کې په دورو د وهلو حکم عملي کړی و.


نړیوال بنسټونه او د بشري حقونو ډلې بدني سزاګانې د بشري حقونو سرغړونه بولي او په ځلونو يې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د دا ډول سزاګانو ودروي، خو د طالبانو حکومت لاهم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر تورنو کسانو دا ډول سزاګانو تطبیقوي.

Читайте на 123ru.net