یوې بلې ايرانۍ سندرغاړې د جامو اغستو حکومتي طرز ګواښلی دی
د ایران یوې بلې سندرغاړې د یو ویډیو په خپرولو د ایراني حکومت له خوا د سخت اسلامي لباس ضابطه ګواښلې ده. هانا کامکار دویمه سندرغاړې ده چې بې له سر پټولو یې د کنسرټ ویډیو یې خپره کړې ده. تر دې وړاندې نامتو ایرانۍ سندرغاړې ګوګوش د دې بهیر ملاتړ اعلان کړی او پر نورو یې هم د همکارۍ غږ کړی دی. داسې کړنې د ایران له سختو حجابي قوانینو سرغړونه بلل کېږي. د ازادې اروپا راډیو ايرانۍ څانګې په دې اړه ويډيويي رپورټ خپور کړی دی.