پاکستان تحريک انصاف له حکومت سره په مذاکراتو کې د عمران خان د خوشې کولو غوښتنه وکړه
تحريک انصاف د پاکستان قامي اسمبلۍ سپیکر ایاز صادق په مشرۍ له حکومتي کمېټې سره خبرې پيل او د عمران خان د خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده.
قامي اسمبلۍ د دیسمبر پر ۲۳مه، پر خپله اېکسپاڼه د هغو مذاکراتو د پيل ويډيوګانې، تصویرونه او يو بیان خپور کړی دی. په بیان کې ويل شوي چې د دواړه غاړو استازي به کوښښ کوي چې د مسايلو حل راوباسي او سیاسي بې ثباتي ختمه کړي.
د تحریک انصاف ګوند مخکښ د مذاکراتو تر غونډې وروسته، اسد قيصر په اسلام اباد کې خبریالانو ته وويل په دې مذاکراتو کې یې عمران خان په ګډون د تحریک انصاف د نیول شوو کسانو خوشي کولو غوښتنه وکړي. هغه زیاته کړه چې د دواړو غاړو استازي به د جنورۍ پر دويمه به يو ځل بیا سره کښېني. "د هغه ملاقات لپاره به موږ په ليکلې بڼه خپلې مطالبې وړاندې کوو. خو زموږ مطالبې واضحه دي چې عمران خان دې خوشې شي. د تحريک انصاف ټول بندیان بايد له زندانونو ازاد شي، زموږ د پارليمان غړي دي نه په تکليفيږي او نورې مسلې دې نه جوړېږي."
د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف دفتر د دیسمبر پر ۲۲مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د تحريک انصاف په غوښتنه یې خبرو ته زړه ښه کړی او د مذاکراتو لپاره يوه کمېټې جوړه کړې ده. په پارلیمان کې په روانو مذاکراتو کې د حکومت له لورې اسحاق ډار، رانا ثناالله، سېنټر عرفان صدیقي، نوید قمر او ځینې نور کسان شامل دي. د اپوزیشن ګوند، تحريک انصاف لخوا اسد قېصر، راجا ناصر عباس او صاحبزاده حامد رضا ورغلي دي.
د یادونې ده چې د ۲۰۲۳ کال د مې له نهمې وروسته د تحريک انصاف ګڼ غړي نيول شوي او مقدمې پرې جوړې دي. همداراز د هغه ګوند ځيني مشران په نامعلومو ځایونو کې پټ دي. د دې پټېدو وجه د مې د نهمې په پېښو کې په مقدمو کې له ګرفتاريوو مخنیوی کول دي.
پر هغه نېټه، د تحريک انصاف غړيو د خپل مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان د خوشې کولو لپاره د پاکستان په بېلابېلو برخو کې مظاهرې کړې وي. عمران خان د درغليو په قضيو کې بندي دی. خو د هغه ګوند دا کیسونه سیاسي سازش ګڼي.
د هغو احتجاجونو په وخت ځينو ملکي او پوځي ادارو ته اور اچول شوی وو. حکومت او پوځ تور پورې کوي چې ويجاړوونکي د تحريک انصاف غړي دي خو عمران خان تر هغو پېښو وروسته ادعا کړې وه چې دغه کار د استخباراتيادارو کسانو د نوموړي پر ضد د سازش جوړولو لپاره کړی دی.
خو پوځ دا ردوي او وايي چې د ويجاړيوو ويډيوګانې شته دی. پوځي عدالتونو د دیسمبر پر ۲۱مه، د هغو پېښو په تور ۲۵ ولسي وګړيو ته سزاوې واورولې چې تحريک انصاف له بشري حقونو سرغړونه بللې ده. خو د وفاقي حکومت د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ په اسلام اباد کې خبریالانو ته وويل چې د مې نهمې په اړه به انصاف هله وشي چې د تحريک انصاف مشرانو ته سزاوې وشي.