World News

په برازیل کې د الوتکې نسکورېدو په پېښه کې لس مسافر مړه او لس نور ژوبل شوي دي

د برازیل د ملکي دفاع اداره وايي، پرون پر یوه سیاحتي ښار د یوې کوچنۍ الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې د الوتکې ټول ۱۰ تنه مسافر او عمله مړه شوې او څه باندې ۱۰ نور کسان پر مځکه ژوبل شوي دي.


د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د خبر له مخې، دغې ادارې پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې الوتکه لومړی د یوه کور له دودکش، بیا د یوې ودانۍ له دویم پوړ او بالاخره د ګرځنده ټلیفونونو له یوه دکان سره لګېدلې ده.


دغه پېښه د ګرامادو ښار د استوګنې پر ساحه شوې ده. د الوتکې د نسکورېدو علت لا مشخص نه دی. محلي رسنیو راپور ورکړی، چې د الوتکې مسافر د یوې کورنۍ غړي وو، چې د ریوګرانده دوسول ایالت له یوه ښار څخه سایوپایولو ایالت ته روان وو.

Читайте на 123ru.net