World News

له پاکستان او ایرانه، افغانستان ته ۶۱ کورنۍ ستنې شوې دي

له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د ۶۱ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی دی.


باختر خبري اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، نن دوشنبه خبر ورکړی، چې پرون «د تورخم له لارې ۱۳ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۷، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۱ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.»


په دغه خبر کې نه دي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه که په جبر افغانستان ته ایستل شوي دي. پاکستان د ۲۰۲۳م کال د نومبر لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج پیل کړی، ورسره له ایرانه هم د افغان کډوالو اخراج روان دی.

Читайте на 123ru.net