World News

د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د پولیو واکیسناسیون پیل شو

د طالبانو حکومت د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د څلور میلیونه او اته لکه له پنځه کلونو د کم عمره ماشومانو لپاره د ګوزڼ ضد( پولیو) واکسین د کمپاین د پیل کېدو خبر ورکړی خو دا کمپاین د تېر په څېر کور په کور نه دی.


د واکسین د بهیر اوسني څرنګوالي ډیر شمېر هغه ماشومانو کورنۍ اندېښمنې کړي چې لا له وړاندې د ګوزڼ ضد له واکسینه پاتې شوي دي.


د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د دوشنبې په ورځ د دغه وزارت پر ایکس پاڼه خپره شوې ویډیو پیغام کې له قومي مشرانو غوښتنه کړې چې د دغه درې ورځني کمپاین پر مهال له واکسیناتورانو سره مرسته وکړي.


نوموړي ویلي دغه کمپاین نن دوشنبه د ډیسمبر ۲۳ مه په کابل، کندهار، هلمند، اروزګان، زابل، ننګرهار، کنړ، لغمان، نورستان، هرات او کندز ولایتونو کې پیل شو.


د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وړاندې یې خبر ورکړی چې دوی به د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین په جوماتونو او روغتیایي مرکزونو کې تطبیقوي، د طالبانو د دغه پرېکړې په غبرګون کې د روغتیا نړیوال سازمان د تېرې لیندۍ میاشتې په ۱۳ مه په یوه خبرپاڼه کې په دې اړه اړه اندیښنه ښودلې وه او ویلي یې وه چې، له کور په کور واکسین څخه ځانګړو ځایونو ته د پولیو واکسین د تطبیق بدلول ښايي په افغانستان کې د پولیو ویروس د مثبتو پېښو د زیاتوالي لامل شي.


په همدې حال کې په ننګرهار کې د پولیو واکسینو کمپاین یو واکسیناتور د نوم نه خپرولو او غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل:


“تر اوسه خو د تېر کمپاین په شان هماغه زړه پالیسي روانه ده، واکسناتوران جومات په جومات ځي، هلته کېني او خلک ورته ماشومان راولي، غالباً یونیسف لخوا ځینې ښځینه هم استخدام کړي چې کورنیو ته اعلانونه وکړي چې خپل ماشومان جوماتونو ته راولئ چې واکسین ورته وشي.”


د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکې هم له همدې امله اندېښنه لري او وايي دا چې اوس یې د پولیو څاڅکو واکسناتوران تر دروازې نه ورځي دا به ستونزې جوړې کړي.


د خوست ولایت د باک ولسوالۍ یو اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل:


“مخکې ښه وه واکسیناتوران به کور په کور ګرځېدل، کورونو کې په دې ښه وي چې که نارینه هم نه وي ښځینه هم کولای شي خپل ماشومانو ته دا واکسین وکړي،دا چې اوس یوازې جوماتونو کې کېږي دا ډېره ستونزمنه ده ځکه د هر چا کورونه جوماتونو ته نږدې نه دي، او نه هر څوک په کور کې داسې څوک لري چې دا ماشومان دې ټول واکسین ته ورولي.”


د ارزګان یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې د دې ولایت لریو پرتو ولسوالیو ته د واکسین تطبیق کوونکي نه ورځي.


د دغه ولایت د ګیزاب ولسوالۍ یو اوسېدونکي او څلور کوچنیو ماشومانو پلار چې یې نه غوښتل راپور کې یې نو خپور شي ازادي راډیو ته یې وویل وېره لري چې ماشومان یې له دې واکسینه پاتې شي:


“پخوا چې وه دا کمپاین کور په کور وه او دا ډول ډېر ښه وه او جوماتونه خو ټولو ځایونو کې نشته داسې کورونه شته چې له ساحې لرې وي او هلته څوک نه شي کولای چې واکسین ور وړي، له دولته مو غوښتنه ده چې کور په کور دې کمپاین ته دې اجازه ورکړي چې بیا څوک ترې پاتې نه شي.”


دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو او دطالبانو د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال تر اکتوبر میاشتې پورې په افغانستان کې د پولیو ۲۳ پېښې مثبتې ثبت شوي.


 د روغتیا نړیوال سازمانلي  ویپه ټوله نړۍ کې سږ کال د پولیو ۷۳ پېښې ثبت کړي چې ۲۳ یې په افغانستان او ۵۰ یې په پاکستان کې دي.


افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هغه هیوادونه دي، چې لا هم په کې د پولیو ویروس مثبتې پېښې شته.


 

Читайте на 123ru.net