World News

د طالبانو حکومت: په پکتیکا کې د پاکستان په هوايي حمله کې ډېری وژل شوي ښځې او کوچنیان دي

د طالبانو حکومت د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د هوايي ځواکونو د تېرې شپې په برید کې د ۴۶ کسانو د وژل کېدو او ۶ نورو د ټپي کېدو خبر کوي.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ازادي راډيو مشال څانګې ته ویلي چې په وژل شویو کې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.


نوموړي ویلي چې قربانیان او زیانمن یو شمېر یې د سیمې اوسېدونکي او ځینې یې د وزیرستان بې ځایه شوي کډوال دي.


ذبیح الله مجاهد دا هم ویلي چې دا هوايي برید تېره شپه د برمل په په شین سترګۍ اډې، سورزغمي، الماستې او مرغې سیمو شوې دی.


دا سیمې د ډیورنډ کرښې بلې غاړې د جنوبي وزیرستان د ناکراره قبایلي سیمې انګور اډې سره ګډه پوله لري.


په برمل ولسوالۍ کې یوې بلې طالب امنیتي سرچیني د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل، چې په وژل شویو کې د یوې سیمه ییزې کورنۍ ۱۴ غړي هم شامل دي.


نوموړي وویل:


[بېګاه د شپې شاوخوا نهه بجې د برمل په لمن، منډیکۍ او مرغۍ سیمه کې د پاکستان له لوري هوايي بمبار وشو چې له امله یې ۱۴ افغانان ووژل شول او نور پآکستاني کډوال وژل شوي دي.]


د طالبانو د حکومت دفاع وزارت تېره شپه ناوخته له دې هوايي حملې وروسته په خپل اېکس پاڼه په یو بیان کې دا حمله غندلې او د افغانستان په خاوره یې  وحشیانه برید بللی.


دغه وزارت خبرداری ورکړی چې دا حمله به بې ځوابه پاتې نه شي.


د برمل ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو ته ویلي چې دا حمله د شپې نږدې ۹ بجې ترسره شوه چې له امله یې ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته او کورنه یې وبجاړ شول.


د دې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي صدیق الله ازادي راډيو ته وویل:


 [بېګاه پاکستاني جیت الوتکې د برمل په بېلابېلو سیمو ګرځېدې وروسته یې بیا بمبار شروع کړو،که څه هم زه دقیق معوملات نه لرم خو ویل کیږي چې تر ۲۰ شلو ملکیان وژل شوي چې ماشومان او ښځې هم په کې شته.]


د برمل اوسېدونکې وايي چې له حملې وروسته د پېښې سیمې ته د ټلیفوني اسانتیاوو د درېدو له امله لاس رسی سخت شوی دی.


د دې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي وویل چې اوس مهال په سیمه کې وضعیت سم شوی او سیمه ییز اوسېدونکې د وژل شویو کسانو د تدفین مراسم ترسره کوي.


[له خاورو ټول شهیدان راویستل شوي دي او شاید لږ پاتې وي، د روغتونونو والا راغلي وو او خدمتونه یې  ترسره کړل، شهیدان ډېر دي او ټپيان به ډېر کم وي، اوس وضعیت نارمل دی خلک د شهیدانو په تدفین اخته دي یعنې خښوي یې، او سیمې ته ډېر زیات طالبان راغلي دي.]


داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د پاکستان هوايي ځواک له دې برید سره هممهاله د خوست او پکتیا په یو شمېر سیمو هم حملې کړي خو په رسمي ډول دا ادعاوې نه دي تاييد شوي دي.


که څه هم د پاکستان پوځ د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ د تېرې شپې د هوايي حملې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي خو ځینو پاکستاني رسنیو راپورونه ورکړي چې د پاکستان پوځ تېره شپه د پکتیکا په برمل کې د پاکستاني طالبانو د روزنې مرکزونه په نښه کړي او د ټي ټي پي لږ ترلږه ۳۰ وسله وال یې وژلي دي.


 خو د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پی ویاند محمد خراساني ازادي راډيو ته وویل چې د پاکستان هوايي ځواک په برمل کې د وزیرستانونو بې ځایه شوي ملکي کډوال او سیمه ییز افغانان په نښه کړي دي.


دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان جنګي الوتکې د افغانستان په خاوره کې دننه بمبارۍ کوي.


 تر دې وړاندې هم پاکستان د روان ۲۰۲۴ز کال په مارچ کې په پکتيکا او د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې په خوست او کنړ کې بمبارۍ کړې وې چې یو شمیر ملکیان په کې وژل شوي ول.


پاکستان ادعا لري چې د دې هیواد وسله وال مخالفین یا پاکستاني طالبان په افغانستان کې خوندي ځایونه لري خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه ادعا په وار وار رد کړې او د ټي ټي پي موضوع یې د پاکستان کورنۍ مسله بللې ده.


د یادونې ده، د پاکستان هوايي ځواکونو د افغانستان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ دا برید داسې مهال کړی چې افغاستان لپاره د دغه هیواد ځانګړي استازي صادق خان د دوشنبې په ورځ ( د جدي درېیمه ) کابل ته سفر کړی و او پرون ( سه شنبه د جدي څلورمه) یې په خپله ایکس پاڼه ( پخواني ټویټر) لیکلي وو چې یو شمیر طالب چارواکو سره یې لیدلي او د دې لیدنو کتنو هدف، په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو او د دواړو هیوادونو تر منځ د ده په خبره «د ورور ګلوۍ» اړیکو پراختیا وه.

Читайте на 123ru.net