World News

بلدیاتي استازو د فنډونو او اختیاراتو د نرلاسه کولو په موخه پېښور کې مظاهره وکړه

د خیبر پښتونخوا د بلدیاتي ادارو استازو د ډېسېمبر پر ۲۶مه د پېښور په جناح باغ کې د احتجاجي مظاهرې په ترڅ کې له صوبايي حکومت نه د فنډونو او اختیاراتو غوښتنه وکړه. دوی همدا رنګه د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته پرلت هم وهلی دی. د بلدیاتي حکومت ځینو استازو مشال راډیو ته وویل، درې کاله وشول چې ټاکل شوي خو نه دفترونه ورکړل شوي، نه څوک ورته فنډونه جاري کوي او نه یې هم تنخا اخیستې ده.

د بلدیاتي استازیو د تازه احتجاج په اړه صوبايي حکومت لا څه نه دي ویلي. نور حال د مشال راډیو د خبریال په دې راپور کې:

Читайте на 123ru.net