World News

د هند پخوانی صدراعظم من موهن سنګ مړ شو

د هند پخوانی صدراعظم من موهن سنګ چې په هند کې د مهمو اقتصادي اصلاحاتو معمار ګڼل کېده د ۹۲ کلونو په عمر مړ شو. 


 د اسوشېټېډ پريس اژانس د خبر له مخې، په نوي ډیلي کې د هند د طبي علومو انسټیټیوټ په یوه بیان کې ویلي چې سنګ ناڅاپه د پنجشنبې پر ماښام بېهوښه شو او روغتون ته یووړل شو او د شپې پر نهو بجو او ۵۱ دقیقو مړ اعلان شو.


 من موهن سنګ د ۲۰۰۴ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ د دوو پرله پسې دورو لپاره د هند صدراعظم و.


 د هند اوسني صدراعظم نریندرا مودي من موهن سنګ د هېواد یو له "تر ټولو غوره مشرانو" بللی دی.


 مودي په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي: "زموږ د لومړي وزیر په توګه، من موهن سنګ د خلکو د ژوند ښه کولو لپاره ډیرې هڅې وکړې."


 د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په دې اړه  د ایکسپاڼې په یوه پیغام کې لیکلي چې هند خپل یو تر ټولو نامتو زوی له لاسه ورکړ.


 ښاغلي کرزي زیاته کړې چې ډاکټر من موهن سنګ د افغانانو تلپاتی متحد  او دوست و.


 پخواني افغان ولسمشر د سنګ له کورنۍ، د هند له حکومت او خلکو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده. 


 من موهن سنګ په ۲۰۱۱ کال کې کابل ته سفر کړی و.


 نوموړي د افغانستان پخوانۍ ملي شورا ته په وینا کې ويلي وو چې د ده د سفر موخه د افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو لا پیاوړې کول دي.

Читайте на 123ru.net