د ارزو ټلویزیون اړوند سرچینې وایي خبریالان یې نه محاکمه کېږي
د ارزو ټلویزیون اړوند ځینې سرچیني د بې پولې خبریالانو « ار اس اف» سازمان له لوري خپور شوی هغه خبر ردوي چې ګوندي د دغه ټلویزیون اوه تنه کارکوونکي به محاکمه کیږي.
د افغانستان د خبریالانو د ټولنې مشر حجت الله مجددي هم نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د رسنیو د کارکوونکو اړوند کومه محاکمه نه ده شوې.