World News

فرخنده اسد وايي پښتنې نجونې بايد خبريالي هم وکړي

دا اونۍ مو په مشال مرکه کې فرخنده اسد مېلمنه کړې ده. فرخنده اسد د مشال راډيو له لومړيو خبريالانو يوه ده.  هغې په مشال راډيو کې د بېلا بېلو راپورونو جوړولو تر څنګ د پښتنو ښځو لپاره ځانګړې اونيزه خپرونه جوړوله. نوموړې وايي نورې پښتنې نجونې هم بايد د خبريالۍ ډګر ته راشي. فرخنده د خيبر پښتونخوا د مردان د ټکر کلي ده او له پېښور پوهنتونه يې په سياسياتو کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی. نوموړې له مشال راډيو سره د شاوخوا ۱۵ کلونو کار کولو وروسته خپله دنده پرېښوده. فرخنده وايي مشال راډيو يې په ژوند کې مثبت بدلون راوست او تل به يې يادوي. بشپړه مرکه واورئ.

Читайте на 123ru.net