د پاکستان ولسمشر د مدرسو د ثبت په اړه "جنجالي بیل" لاسلیک او قانون کړ
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د مدرسو د راجسټرېشن په اړه له پارلېمانه څخه په منظور شوي لانجمن بېل لاسلیک کړی چې ورسره اوس دا په رسمي توګه قانون شو.
د دې هېواد قامي اسمبلۍ د دیسمبر پر ۲۹مه ويلي چې زرداري پر سوسايټيز رجسټرېشن (ترميمي) قانون ۲۰۲۴ نومې مسوده لاسلیک وکړ. د دې قانون مقصد د ۱۸۶۰ کال د سوسایټیز رجسټرېشن قانون کې بدلون راوستل دي. دا قانون د مدرسو د راجسټرولو واک د تعلیم ادارې پر ځای د ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) ته سپاري.
د مدرسو د ثبتولو په اړه دا قانون د پاکستان په اساسي قانون کې د ۲۶ ایني ترميم برخه وو چې د روان ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې پارلېمان منظور کړ. خو ولسمشر زرداري د مدرسو ثبتولو برخه نيمګړې وبلله او تر اعتراض وروسته یې د بیا کتنې لپاره پارلېمان ته واستاوه چې د ديني عالمانو او حکومت تر منځ یې اختلافات رامنځته کړ.
د اختلاف ټکي څه وو؟
د مدرسو د ثبتولو په اړه پر قانون د حکومت او ديني عالمانو جنجال وو. حکومت غوښتل مدرسې د تعليم وزارت لاندې راولي او ثبتول یې لازمي کړي. د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د دیسمبر پر نهمه، په يوه خبري غونډه کې ويلي وو چې په دې کار سره به د مدرسو د فنډ او کار په اړه شفافیت رامنځته شي. د تارړ په خبره که مدرسې د تعليم ځای وي خو باید د تعليم وزارت لاندې وي. د هغه په وينا د امنيت لپاره د ټولو مدرسو ثبتولو او په چارو کې یې شفافیت ضروري دی.
خو جمعيت علمای اسلام (ف) چې د ګوند ډير غړي یې د مدرسو زده کوونکي او مهتممين دي پر دې نیوکې درلودې او غوښتنه یې کوله چې مدرسې دې په خپل حال پرېښودل شي. د هغه ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن خبرداری ورکړی وو چې "که حکومت د مدرسو له کنټرولولو لاس وانخلي، نو مظاهرې به پيل کړي". هغه د دیسمبر پر نهمه په پېښور کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې د پاکستان حکومت کوښښ کوي مدرسې په مستقیم ډول د تعليم وزارت لاندې راوستلي او په دې طريقه یې اداري او مالي چارې کنټرول کړي. هغه دعوه کړې وه چې د مدرسو په کار کې هېڅ شی پټ نه دي او بايد خپلو تعليمي چارو ته پرېښودل شي.
تر دې مخکې د حکومتي استازو او مولانا فضل الرحمن ترمنځ پر سیاسي مسايلو خبرې اترې شوې وي. حکومت د ۲۶مه ايیني ترميم د منظورولو لپاره د جميعت علما اسلام (ف) د ملاتړ د ژمنې په بدل کې دا قانون په ترمیم کې شامل کړی وو خو د ولسمشر اصف علي زرداري اعتراض مولانا فضل الرحمن په غصه کړ او د پراخو مظاهرو کولو ګواښ یې وکړ.
البته د دیسمبر پر ۲۰مه په دې اړه وزیراعظم شهباز شریف له مولانا فضل الرحمن سره ملاقات وکړ. په همغه ورځ، مولانا فضل الرحمن خبریالانو ته وويل چې وزیراعظم د قانون وزارت ته امر کړی چې د ايين او قانون په چوکاټ کې دي په دې اړه سمدستي اقدام وکړي.
پاکستان کې څومره مدرسې ثبت دي؟
د پاکستان د تعلیم او مسلکي روزنې وفاقي وزیر خالد مقبول صديقي ويلي چې په پاکستان کې د دیني زده کړو له ریاست سره ۱۷۷۳۸ دیني مدرسې رجسټرډ شوې دي. خو په پاکستان کې د ناثبت شویو مدرسو شمېر تر دې ډېر لوړ دی.
صدیقي د اکتوبر پر ۲۵مه سېنېټ ته په یو لیکلي ځواب کې ویلي وو چې د دیني زده کړو تعلیم عمومي ریاست په وفاقي کچه د دیني مدرسو د رجسټرولو یوازینۍ اداره ده. د نوموړي په خبره هغه ریاست د ۵۹۸ مدرسو لپاره ۱۱۹۶ استادان ګومارلي دي او د راجسټر مدرسو ۱۵۰۰۰۰ زده کوونکو ته یې د جدیدو علومو نصابي کتابونه ورکړي دي.
حکومت د ۲۰۱۹ کال په پای کې د دیني زده کړو عمومي ریاست جوړ کړی چې د مدرسو رجسټرولو، انتظام، او د تعلیمي چارو د سمبالښت چارې پر مخ وړي. حکومت هڅه کړې چې د هغه ریاست له لارې دیني مدرسې په رسمي تعلیمي نظام کې شاملې کړي، ورته نصابي کتابونه هم ورکړي او زده کوونکي عصري زده کړو ته لاسرسی ولري خو د "اتحاد تنظیمات مدارس دینیه" مشر مفتي منیب الرحمان د دیسمبر پر ۱۶مه په کراچۍ کې خبري غونډه کې وويل چې د مدرسو نصاب سم دی او حکومت پکې مداخله ونکړي.
د پاکستان پخواني پوځي واکمن پرویز مشرف چې له ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۰۸ کال پورې په واک کې وو، په مدرسو کې د اصلاحاتو او د هغوی د رجسټرولو خبره کړې وه. هغه تور پورې کړی وو چې د سختدريځه نصاب له وجې د مدرسو ځيني فارغين د وسله والو ډلو سره ملګري کېږي. له همدې امله نوموړي د ژور بدلونونو پلان اعلان کړی وو. خو دا د مذهبي ډلو او ګوندونو له سختو نیوکو سره مخامخ شو. د مدرسو زده کوونکو او مذهبي ګوندونو یې پر ضد مظاهرې هم کړې وي.