۲۰۲۴ کال، پر افغان نجونو او میرمنو د سختو بندیزونو شاهد و
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ۲۰۲۴ کال د افغان ښځو او نجونو پر حقونو له ځپونکو اقداماتو سره مل و.
په دې کال کې د یوه قانون له مخې د ښځې غږ " عورت" وبلل شو او له نجونو د تحصیل د دوام یوازینۍ هیله، چې په نیمه عالي طبي موسسو کې زده کړې وې، هم واخیستل شوه.