تېر کال سلګونه افغانان ماین چاودنو کې وژل او ټپيان شوي
د سره صلیب نړیواله کمیټه وایي په ۲۰۲۴ کال کې په ټول افغانستان کې د ماینونو او نورو ناچاودو توکو د چاودنې له امله تر څلور نیم سوو زیاتو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ډیرې یې ماشومان وو.