World News

د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شوی

د هواپېژندنې ریاست نن جمعه او سبا شنبه د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل کړی دی.


 


د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست پرون په یوه خبرداري کې ویلي، چې د سالنګونو په ګډون په: کندهار، زابل، روزګان، غور، سرپل، بامیان، دایکنډي، پکتیکا، غزني، پکتیا، خوست، لوګر، میدان وردګ، سمنګان، بلخ، کندوز، بغلان، پروان، کابل، پنجشېر، نورستان، تخار، بدخشان، کاپیسا، ننګرهار، لغمان او کونړ کې به د باران کچه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو او د واورې اندازه له ۱۰ تر ۴۰ سانټي مټرو پورې وي.


 


وړاندې په خبرداري کې ویل شوي، چې د سالنګونو په ګډون په شمال ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو د لګېدو اټکل شوی، چې سرعت به یې  په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۱۰۰ کیلومترو پورې وي.  


 


پرون هم د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې باران او واوره واورېده چې خلکو د کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې د سږکال د لومړۍ واورې د اورېدو هرکلی وکړ.

Читайте на 123ru.net