تېر کال هره میاشت د ماین چاودنو ۶۰ کسانو ته مرګژوبله اړولې؛ سږ کال هم دا وېره پر ځای ده
په افغانستان کې د ماینپاکۍ ادارې وايي، په ۲۰۲۴م کال کې په افغانستان کې هره میاشت د ماینونو او نورو ناچاوده مهماتو په چاودنو کې ۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښته.
د دغو ادارو اټکل ښيي، چې په ۲۰۲۵م کال کې به هم چې نن یې څلورمه ورځ ده، په افغانستان کې زیات کسان د ماینونو د چاودنو قرباني شي.