World News

سپینه ماڼۍ د ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسمو ته تیاري نیسي

سپینه ماڼۍ وايي، د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې د مراسمو د امنیت د ډاډمنولو لپاره جدي کار کوي.


په پام کې ده ډونالډ ټرمپ د امریکا د نوي ولسمشر په توګه د جنورۍ پر شلمه د وفادارۍ لوړه وکړي. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي پرون جمعه دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې تر دې مخکې د نقلیه وسایطو په ذریعه د نورو احتمالي حملو خبرداری ورکړل شوی و.


کربي ویلي، سپینه ماڼۍ د ټرمپ د ملي امنیت شورا له سلاکار مایک والځ سره د هغې حملې په باب د څېړنو پایلې شریکوي، چې په نیو اورلینز کې د امریکا د یوه پخواني سرتېري له خوا د نوي کال په لومړۍ ورځ وشوه.


دغه پخواني سرتېري ۴۲ کلن شمس الدین جبار د لویزیانا ایالت په نیو اورلینز ښار کې خپل موټر پر هغو خلکو ور برابر کړ، چې نوی کال یې لمانځه.


په پېښه کې د ۱۵ کسانو د وژل کېدو او شا و خوا دېرشو نورو د ټپي کېدو خبر تایید شوی دی.

Читайте на 123ru.net