World News

د دمشق هوايي ډګر نړیوالو الوتنې ته چمتو کېږي

ټاکل شوې د سوریې د پلازمېنې دمشق نړیوال هوايي ډګر بېرته خپلې نړیوالې الوتنې له راروانې سې شنبې پیل کړي.


د سوریې ملکي هوايي چلن او هوايي ټرانسپورټ ادارې مشر أشهد الصليبي نن شنبه د دغو نړیوالو الوتنو د پیل اعلان وکړ.


د دمشق له نړیوال هوايي ډګره نړیوالې الوتنې، تېره میاشت له واکه د پخواني ولسمشر بشارالاسد  له پرځېدو وروسته په داسې حال کې وځنډول شوې چې تاسیسات یې غلا یا هم تخریب شول. 


الصلیبي دولتي خبري اژانس سانا ته ویلي چې د هوايي چلن چارواکي د دمشق هوايي ډګر تر څنګ د حلب په شمال کې د هوايي ډګر د بیارغونې د بشپړولو په حال کې دي، چې ورسره به د نړۍ له ټولو برخو ورته الوتنې پیل شي.

Читайте на 123ru.net