World News

له ایران او پاکستانه ۷۸ کورنۍ افغانستان ته ستنې کړل شوې

افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان څخه د اته اویا (۷۸) کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی دی.


باختر خبري اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی نن شنبه خبر ورکړی، چې «پرون د تورخم له لارې۴ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۱، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۵ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۳۸ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.»


په دغه خبر کې نه دي ویل شوي چې دغه کورنۍ په خپله خوښه ستنې شوي، که په جبري ډول افغانستان ته ایستل شوي دي. پاکستان د ۲۰۲۳م کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج پیل کړی، له ایرانه هم د افغان کډوالو د اخراج لړۍ روانه ده.


له بلې خوا د ایران یوه چارواکي ویلي چې په وروستیو ۹ میاشتو کې د ایران پر پوله ۳۰زره ۸۳۰ بې اسناده افغان کډوال نیول شوي دي.

Читайте на 123ru.net