له اعتیاده د خلاصون لپاره یوازې درملنه کافي نه ده
د ننګرهار ولايت یوه اوسېدونکي وايي په نشه يي توکو له روږدو کېدو څه موده وروسته يې درملنه وشوه خو انديښمن دی چې د بې روزګارۍ له کبله بېرته روږدی نه شي.
هغه د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل:
«څلور کاله کيږي، چې زه په چرسو، او نشه یي ګوليو لکه زيګب، او نورو توکو اخته شوی وم، کله به چې کور کې څه شي ته ضرورت وه نو د اقتصادي ستونزو له کبله مې پيدا کولای نه شو، د الله پاک او ملګرو په مرسته بېرته روغ شوم، اوس بې کاره يم له حکومته غواړم چې د کار زمينه راته برابره کړي چې بيا روږدی نه شم.»
يو شمېر افغانان وايي چې يوازې د روږدو کسانو درملنه بسنه نه کوي، وايي دوي بايد په باثباته چاپيريال کې ژوند وکړي او پکار ده چې د کاري فرصتونو په برابرولو دوی په ټولنه مدغم شي..
د پروان ولايت اوسېدونکي ميلاد له ازادي راډيو سره په خبرو کې سپارښتنه وکړه چې دغو کسانو د کاري فرصتونو برابرول بايد د حکومت په لومړيتوب کې وي.
«دا يوازې بسنه نه کوي، بايد د دې اصلي لاملونه چې دوی څنګه روږدي شوي وموندل شي، اسلامي امارت بايد د دغه پديدې د لمنځه وړلو لپاره دغو ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي، ښايي دغه درملنه د لنډې مودې لپاره ښه وي خو بسنه نه کوي.»
د ټولنيزو چارو يو شمېر پوهان له ډلې يې مجيب لحاظ وايي چې په ټولنه د اعتياد لوی لامل فقر او بې روزګاري ده.
هغه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
«په افغانستان کې د اعتياد يو لوی لامل فقر او بې روزګاري ده، په دې برخه کې عامه پوهاوی هم نه دی شوی، په لومړي پړاو کې د روږدو کسانو درملنه مهمه ده او بيا يې بايد څارنه وشي، د کار زمينه ورته برابره شي چې مصروفه شي، که داسې ونشي نو دوي به په ټولنې بار شي او بله مهمه مسله دا چې د دوي تېر په کتو دوی په ټولنه کې له ډول ډول طعنو سره هم مخ کيږي.»
دا اندیښنې په داسې حال کې دي چې د طالبانو د حکومت د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی چې په تېرو دريو کلونو کې د سلو زرو روږدو کسانو درملنه شوې چې د ۹۵ سلنو روغتيايي وضعيت يې ښه شوی دی.
د یاد وزارت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالرحمن قاسمي د جمعې په ورځ رسنيو ته ويلي چې په افغانستان له هرو لسو تنو يو هغه يې په نشه يي توکو روږدی دی او په افغانستان کې د روږدو کسانو شمېر څلور ميليونه اټکل شوی دی.
افغانستان يوه له هغو هېوادنو دی چې د نشه يي توکو د تولید کچه پکې زياته ده، د نشه يي توکو پر کښت د طالبانو له بنديز سره سره د جرمنو او مخدره توکو پر وړاندې د ملګروملتونو د مبارزې ادارې ويلي چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله په ۲۰۲۴ کال کې د کوکنارو کښت کې ۱۹ سلنه زياتوالی راغلی دی.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو له لوري په افغانستان کې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو لپاره په ستراتیژۍ کې چې شاوخوا ۱۸ میاشتې وړاندې ترتیب شوه د کوکنارو د کښت د کموالي په اړه د راپورونو سربیره په افغانستان کې د روږدو کسانو د شمېر د زیاتوالي په اړه پکې ویل شوي دي.
په یادې ستراتیژۍ کې همدا شان راغلي چې په افغانستان کې له څه باندې درې میلیونه روږدو کسانو یوازې ۳۰ زره تنه د درملنې امکاناتو ته لاس رسی لري.