اسلام اباد کې يو جرمن سفارتکار په خپل کور کې مړ موندل شوی
د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې د جرمني يو سفارتکار په خپل کور کې مړ موندل شوی دی.
د اسلام اباد پوليسو مشال راډيو ته ويلي دي چې د جرمني د سفارت کارکوونکو د دويم سېکرټري تامس جورګن مړی د جنورۍ پر شپږمه د هغه په اپارتمان کې موندلی وو.
پوليسو زياته کړې ده چې د جرمني سفارتي عملې د جنورۍ پر شپږمه هغوی ته وويل چې تامس جورګن له دوو ورځو راهيسې دندې ته نه وو تللی او همکاران يې د هغه د غير حاضرۍ له امله اندېښمن ول، او کله چې د هغه په لټون پسې اپارتمان ته ورغلل نو هلته يي د نوموړي مړی وموند.
دا جرمن سفارتکار د اسلام اباد په سره ساحه يا ريډ زون سيمه کې اوسېده چې پر ګڼو سفارتونو سربېره د پاکستان مهمې حکومتي ودانۍ موقعيت پکې لري او سخت امنيت يې ساتل کېږي.
د پولیسو په خبره، د سفارتکار مړی يې د طبي معاينې لپاره ځايي روغتون ته لېږدولی دی او راپور به يې له سفارت سره شريک کړي، خو هغوی زياته کړې ده چې سفارتکار د زړه ناروغي لرله او مړينه يې ښايي د سکتې له وجې شوې وي.
تر اوسه جرمن چارواکو یا په اسلام اباد کې د جرمني سفارت په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.