زیلینسکي د شمالي کوریا د نیول شویو عسکرو د خوشې کولو لپاره شرط ایښی
د اوکراین ولسمشر ولودمیرزیلینسکي وایي، حاضر دی چې د شمالي کوریا نیول شوي سرتیري پیونګ یانګ ته وسپاري که د شمالي کوریا واکمن کیم جونګ اون د روسیې له خوا د نیول شویو اوکرایني سرتیرو تبادله تنظیم کړي.