World News

ترکیې پر سوریې د بندیزونو د نرمولو لپاره د اروپايي ټولنې د پرېکړې هرکلی وکړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ له خپل فرانسوي سیال ایمانویل مکرون سره په ټیلفوني خبرو کې پر سوریې د بندیزونو د نرمولو لپاره د اروپایي ټولنې د پریکړې هرکلی وکړ.


د اروپایي ټولنې ۲۷ غړیو په سوریه کې د کورنۍ جګړې په مهال د بشار اسد پر رژیم پراخ اقتصادي بندیزونه لګولي و.


د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې، د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو تیره میاشت موافقه وکړه چې پر سوریې به د لګول شویو بندیزونو نرمول پیل کړي.


د ترکیې د ولسمشر دفتر وویل چې اردوغان خپل فرانسوي سیال مکرون ته وویل چې اروپایي ټولنې د بندیزونو د نرمولو لپاره مناسبه پریکړه کړې خو دا مهمه ده چې له سوریې سره د یوه نوي پړاو د پیلیدو لپاره ټول بندیزونه لیرې شي.


ترکیه، د احمد الشرع په مشرۍ د هییت تحریرالشام ډلې له لوري د اسد رژیم د پرزولو  اصلي ملاتړې وه.

Читайте на сайте