پي ټي ایم وايي علي وزیر د نه خوړلو هړتال پیل کړی دی
د علي وزیر نېږدې ملګري او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي بادشاه پښتین مشال راډیو ته وویل چې د زندان چارواکو له تېرو څو ورځو راهیسې د علي وزیر پر ملاقاتونو هم " نااعلان شوی" بندیز لګولی دی.