طالبان وايي پاکستان ورسره د افغان کډوالو د ستونزو هواري لپاره د "جدي اقداماتو" ژمنه کړې
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۲۱مه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ویلي دي چې د هغوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د اپرېل پر ۲۰مه له خپل پاکستاني سیال او د هغه هېواد د وزیراعظم له مرستیال محمد اسحاق ډار سره ټېلېفوني خبري وکړې.